د وېلس برج
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
اداري سیمه | |
هېواد | |
پېرودونکی | |
څښتن | |
کارول | |
اوسېدونکي |
رسمي پرانیستنه |
---|
هندسي لوړوالی |
۴۴۲٫۱ متر[۳] |
---|---|
د ځای کچه |
برخې | |
---|---|
ساختماني توکي | |
پوړه (طبقې) |
۱۰۸[۴] — ۱۱۰ |
ځمکتلي | |
لفټونو شمېر |
د معماري سټایل | |
---|---|
معمار | |
ساختماني معمار | |
اصلي جوړوونکی |
وېبپاڼه |
willistower.com (انګرېزي ژبه) |
---|---|
پوسټکوډ | |
کورډينېشن |
د وېلس برج (په اصل کې د سیرز برج) د متحده ایالاتو د ایلینوی ایالت د شیکاګو د لوپ ټولنې په سیمه کې یو ۱۱۰- طبقهيي اسمان څکالی دی چې ۱۴۵۱ فوټه لوړوالی لري. دا وداني د سکېډمور، اوینګز او مریل (SOM) ساختماني شرکت معمار بروس ګراهام او انجنیر فضلالرحمن خان طراحي کړې، چې په ۱۹۷۳ کال کې د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ په توګه پرانیستل شوه، چې نږدې ۲۵ کاله یې د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ لقب له ځان سره ساتلی و. دا په لویديځه نیمهکره کې درېیمه او په نړۍ کې ۲۳مه لوړه وداني ده. هر کال له ۱.۷ میلیون څخه ډېر خلک د سکایډېک د کتنې له عرشې/پورتني انګړ څخه چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوړه عرشه ده لیدنه کوي، دا په شیکاګو کې د سیلانیانو د جذب له موخو څخه بلل کېږي. [۵]
ودانۍ د فرانکلن، بلوار جکسون، واکر ډرایو او ادامز سړکونو تر منځ پرته سیمه اشغال کړې ده. ګراهام او خان ودانۍ په ۹ مربعو «تیوبونو[1]» کې چې په ۳×۳ مترېکس کې راټول شوي وو طرح کړه؛ ۷ تیوبونه په پورتینو پوړونو کې ځای پر ځای شول. برج د سټندردو طریقو د شمېر له مخې ۱۰۸ طبقې لري، حال دا چې د ودانیو مالکان اصلي بام ۱۰۹مه طبقه او د بام میخانیکي چتر ۱۱۰مه طبقه شماري.
باندنۍ نما یې له انودایز المونیم او تورې شیشې څخه جوړه شوې ده. د ودانۍ په بېخ کې د کاټالوګ په نوم یوه مختلطه پرچون فروشي ده. د برج لاندینۍ نیمه برخه د سیزر په نوم د پرچون فروشۍ یو شرکت اشغال کړې وه، چې تر ۱۹۹۴ کال پورې يې هلته مرکزي دفتر و، حال دا چې پورته طبقې يې په کرایه ورکړل شوې وې. [۶]
دا ساختمان د خپل جوړښت له وخت څخه تر هغه چې په ۲۰۰۹ز کال کې یې وېلیس ګروپ ته په اجاره ورکړ او د نوم اېښولو حقوق یاد شرکت ته ورکړل شول، د سیرز برج په نوم یادېده. سیمهییز اوسېدونکي لا هم دا وداني پهخپل پخواني نوم یادوي. د ۲۰۱۸ کال د اپرېل راهیسې د ودانۍ تر ټولو لوی اجاره دار یونایټېد ایر لاینز دی چې شاوخوا ۲۰ طبقې يې نیولې دي. نور عمده اجاره داران یې وېلیس ټاور واټسون او د شېف هارډېن او سېفرث شاو حقوقي شرکتونه وو. په ۲۰۱۷ کال کې مورګان سټېنلي د ودانۍ څلورم لوی اجاره دار شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
تاریخ
[سمول]پلان جوړونه
[سمول]د سیمې انتخاب
[سمول]د سیرز، روباک انډ کو شرکت په ۱۹۰۶ کال کې د شیکاګو په لویديځه څنډه کې یوه اداري مجتمع اشغال کړې وه. تر ۱۹۶۶ کال پورې شته دفترونه کافي نه وو او د سیرز شرکت مدیران یې د نوې سیمې لټون ته اړ کړل. سیرز تر ۱۹۶۹ کال پورې د ۳۵۰۰۰۰ کارکوونکو له لرلو سره په نړۍ کې تر ټولو لوی پرچون پلورنځی و. د سیرز مدیرانو په سرعت دا تشخیص کړه چې له ښار څخه لرې د مرکزي دفتر جوړول ناممکن دي، ځکه هغه د ۷۰۰۰ کارکوونکو ځای پر ځای کولو ته اړتیا لري. په بدل کې د سیرز مدیرانو پرېکړه وکړه چې په ټوله شیکاګو کې خپل زرګونه خواره شوي کارکوونکي د شیکاګو د لوپ په لویدیځه څنډه کې راټول کړي. [۱۲][۱۳][۱۴]
سیرز له خپل خارجي مشاور ارنسټین، ګلک، وېټنفېلډ او مینو (چې اوس مهال د ارنسټین او لیهر، LLP په نوم پېژندل کېږي) څخه غوښتنه وکړه چې ځای ورته وړاندیز کړي. یاد شرکت له سیمهییزو او فېدرال چارواکو سره د اجرا وړ قوانینو په رڼا کې مشوره وکړه، چې سیرز ته یې دوه انتخابه ورکړل. لومړی انتخاب د لوپ په شمال لویدیځ کې د ګوس ټاپو وه خو د سیرز د املاکو د رییس مرستیال میتیو جې سټاکوم دا وړاندیز رد کړ. بله په لوپ کې یوه دوه-بلاکه سیمه وه، چې په ختیځ کې فرانکلین سړک په سویل کې د جیکسن بولیوارډ په لویدیځ د واکر ډاریو او په شمال کې د ادامز سړک احاطه کړې وه. که څه هم دې سیمې په مرکز کې موقعیت درلود خو د شاوخوا ۵۵۰۰۰ مربع فوټه (۵۱۰۰ متر مربع) مساحت له درلودلو سره په نسبي ډول کوچنۍ وه. برنارډ فاینبرګ، البرت آي. روبېنشټاین او فلیپ تینوویټز په تېرو پنځو کلونو کې دا سیمه راټوله کړې وه خو د هغې په ګاونډ کې د ګرې هانډ لاینز د بسو شرکت څخه د ۷۴۰۰۰-مربع-فوټه (۶۹۰۰ مبر مربع) په اندازه ځمکې په ترلاسه کولو کې بریالي نه شول. [۱۵][۱۶]
وروسته فېنبرګ روبینسټین او ټیینوېټز د درېیو مجاورو لاټونو د اخیستلو پر غوراوي کار وکړ. د هر انتخاب له شرایطو سره سم؛ دوی به درې واړه انتخابونو له لاسه ورکړي مګر که چېرې درې تنه د ۹۰ ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه یو لاټ ترلاسه کړي. په پای کې سیرز په ۱۹۷۰ کال کې د لوپ سیمه ترلاسه کړه. سیرز وروسته د کوینسي سړک د یو بلاک د تړلو اجازه لیک ترلاسه کړ، چې سیمه يې له ختيځ څخه د لویديځ پر لور په دوه برخو وېشله. د انډو اډېست په مشرۍ د ارنشتاین شرکت وکیلانو د ټوټه ټوټه املاکو اخیستل پیل کړل. سیرز له ۱۰۰ مالکانو څخه ۱۵ ودانۍ واخیستې او د شیکاګو دولت ته یې د کوینسي سړک بلاک لپاره چې نږدې وو وتړل شي ۲.۷ میلیونه ډالر ورکړل. [۱۷][۱۸][۱۹]
د طراحۍ بهیر/پروسه
[سمول]د سیرز مدیرانو اټکل کړی و چې د هغوی نوې وداني به ۴۲ میلیون مربع فوټ (۳۹۰.۰۰۰ متر مربع) مساحت ته اړتیا ولري، چې په ۷۰ طبقو به وویشل شي داسې چې هر یو به ۶۰۰۰۰۰ مربع فوټ (۵.۶۰۰ متر مربع) او یا که په ۶۰ طبقو وویشل شي د هرې طبقې لپاره به ۷۰.۰۰۰ مربع فوت (۶.۵۰۰ متر مربع) مساحت ته اړتیا ولري. سیرز د سکېډمور، اوینګز او مریل (SOM) شرکت معمارانو ته د برج د طراحۍ دنده وسپارله. SOM د ساختماني انجنیرۍ مخکښ هم و او جاروی، بوم او بولس شرکت د اېماېفپي/ MEP (د میخانیک، برېښنا او لولهکشۍ) انجنیري برابره کړه. [۲۰][۲۱]
سیرز پلان درلود چې لومړی خپله د تجارت ډله ودانۍ ته راولېږدوي او پاتې ځمکه د اړتیا تر وخت اجاره دارانو ته په کرایه ورکړي. د سیرز مدیران د لږ تر لږه ۱۰۰.۰۰۰ مربع فوټ (۹.۳۰۰ متر مربع) مساحت لرونکو لویو ځمکو سره عادت وو، خو د SOM معمارانو خپلې اندېښنې وړاندې کړې او ويې ویل چې لویې ودانۍ کوچنیو اجاره دارانو ته جذابیت نه لري. بل پروپوزل/وړاندیز په ترتیب د ۵۰۰۰۰ فوټ مربع (۴.۶۰۰ متر مربع) او ۳۰۰۰۰ فوټ مربع (۲۸۰۰ متر مربع) مساحت سره د دوو جلا ودانیو د جوړېدو غوښتنه وکړه چې د پیاده رو د یو پل په واسطه به سره وصل شوې وې، خو دا هم ممکن نه و. [۲۲]
ځینې طبقات له کوچنیو پلونو سره طراحي شوي تر څو لوی اجاره داران جذب کړي، په دې توګه د سیرز د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ودانۍ ارتفاع زیاته شوه. معمار بروس ګراهام او ساختماني انجنیر فضل الرحمن خان چې دواړه د SOM له شریکانو څخه وو، د ودانۍ په لاندینۍ برخه کې د ۵۵۰۰۰ فوټه مربع (۵.۱۰۰ متر مربع) په اندازه د یو برج او همدارنګه د یو لړ حریمي په شاتلنو د جوړولو وړاندیز وکړ. چې د غولي هوارې سطحې ته يې په ورو ورو نرۍوالی ورکاوه او د برج ظاهري برخې ته ښکلا یې وربښله. د راپورونو له مخې د طراحۍ د پروسې پرمهال یوه معمار نهه سیګرټ راوړل او هغه يې په عمودي ډول وښورول تر څو دواړه لوري هوکړې ته سره ورسېدل. دې چارې سیرز ته اجازه وکړه چې لاندیني طبقات اشغال کړي، حال دا چې معمولې اداري فضا يې برابروله او په پورتنیو طبقاتو کې هم اجاره کېدی شوی. د سفییر، لېرنر شېنلر شرکت د سیرز لپاره د فضا اړتیاوې او د شرکت لپاره د فرنیچر د طراحۍ مسولیت درلود. دا یوه یو کلنه مطالعه وه تر څو دا مشخصه کړي چې څه ډول د شرکت ۱۶ برخې په ودانۍ کې ځای پر ځای کړي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ د آرک انفارم پروژې پېژندپاڼه: 2877. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۳۱ جولای ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۳۰ جولای ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ سرچينې تړی: http://www.skyscrapercenter.com/building/willis-tower/169.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.emporis.com/building/willis-tower-chicago-il-usa.
- ↑ "Willis Tower owner seeks thousands of new visitors per day, as $500 million expansion takes shape". Chicago Tribune. بياځلي په October 19, 2022.
- ↑ "History and Facts - Willis Tower". willistower.com.
- ↑ McClelland, Edward (June 5, 2019). "Chicagoans Refuse to Call These Places by Their Real Names". Chicago Magazine. Chicago Magazine. بياځلي په May 19, 2021.
- ↑ [۱] Archived August 15, 2012, at the Wayback Machine.
- ↑ Snyder, Brett (December 16, 2013). "A Day with United Management: Elite Status, Mileage Devaluation, and Increasing Change Fees". The Cranky Flier. بياځلي په December 18, 2013.
- ↑ Ecker, Danny (April 16, 2018). "Morgan Stanley moving second office to Willis Tower". Crain's Chicago Business (in انګليسي). بياځلي په October 3, 2018.
- ↑ "20 years after 9/11, a new crisis looms for Willis Tower". Crain's Chicago Business. September 1, 2021. بياځلي په January 25, 2022.
- ↑ Hoyt, Monty (May 25, 1973). "Sears Tower of tubes sets bundle of records: Unique structure". The Christian Science Monitor. p. 12. کينډۍ:ProQuest.
- ↑ Kerch, Steve (October 20, 1991). "This job is a tall order: Sears Tower project is the height of redevelopment." Chicago Tribune.
- ↑ "The Tallest Building". The Washington Post, Times Herald. August 26, 1973. p. L10. ISSN 0190-8286. کينډۍ:ProQuest.
- ↑ Arnstein & Lehr, The First 120 Years
- ↑ "The World's Tallest: Saga of a Chicago Skyscraper". The New York Times (in American English). October 18, 1970. ISSN 0362-4331. بياځلي په September 7, 2022.
- ↑ "The World's Tallest: Saga of a Chicago Skyscraper". The New York Times (in American English). October 18, 1970. ISSN 0362-4331. بياځلي په September 7, 2022.
- ↑ Nagelberg, Alvin (July 28, 1970). "Sears to Construct Tallest Building In World, 110 Stories". Chicago Tribune. pp. 1. 35. بياځلي په August 24, 2022.
- ↑ Chicago Tribune, December 28, 2003.
- ↑ Nagelberg, Alvin (August 2, 1970). "Sears Tower: New Heights of Design: Will Blend Advanced Concepts". Chicago Tribune. p. 97. بياځلي په August 24, 2022.
- ↑ Hoyt, Monty (May 25, 1973). "Sears Tower of tubes sets bundle of records: Unique structure". The Christian Science Monitor. p. 12. کينډۍ:ProQuest.
- ↑ Nagelberg, Alvin (August 2, 1970). "Sears Tower: New Heights of Design: Will Blend Advanced Concepts". Chicago Tribune. p. 97. بياځلي په August 24, 2022.
- ↑ Nagelberg, Alvin (August 2, 1970). "Sears Tower: New Heights of Design: Will Blend Advanced Concepts". Chicago Tribune. p. 97. بياځلي په August 24, 2022.
- ↑ "The Tallest Skyscraper - TIME". March 8, 2008. خوندي شوی له the original on March 8, 2008. بياځلي په September 12, 2022.
- ↑ "Tower Will Withstand High Wind". Chicago Tribune. August 30, 1970. p. 97. بياځلي په September 7, 2022.
- ↑ "The Tallest Skyscraper - TIME". March 8, 2008. خوندي شوی له the original on March 8, 2008. بياځلي په September 12, 2022.
- ↑ Pridmore & Larson 2018, p. 182
- ↑ "The World's Tallest: Saga of a Chicago Skyscraper". The New York Times (in American English). October 18, 1970. ISSN 0362-4331. بياځلي په September 7, 2022.
- ↑ Nagelberg, Alvin (September 20, 1970). "Building Sears Tower--A Real "Inside" Job". Chicago Tribune. p. C16. کينډۍ:ProQuest.
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P88 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P127 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P466 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1619 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2048 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P186 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1101 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1139 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1301 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P149 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P84 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P631 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P193 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P281 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 American English-language sources (en-us)
- نخشه لرونکي مخونه