Jump to content

سرطانپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرطانپوهنه يا اونکالوجي (په انگرېزي: Oncology) (له يوناني ژبې اونکوس (ὄγκος), چې د حجم، تودې يا تومور په مانا، او د -لوجي (-λογία), وروستاړي نه چې د "زده کړې" مانا لري) د طب يوه څانگه ده چې د سرطاني ناروغيو سره سرو کار لري. پدې څانگه کې د بېلابېلو سرطاني ناروغيو او تومورونو پېژندنه او درملنه هم نغاړل شوي. د دغې څانگې څانگپوه اونکولوجېست يا سرطانپوه بلل کېږي. اونکولوجي يا سرطانپوهنه په لاندې موضوعگانو اړونده ده:

  • په يوه ناروغ کې د هر ډول سرطان د پېژندنې او تشخيص اړوند
  • درملنه (بېلگه، جراحي، کيمودرملنه، وړانگودرملنه او نورې شته درملنې)
  • د سرطاني ناروغ د بريالۍ درملنې وروسته يې څارنه
  • سرطاني ناروغ د وروستي پړاو پاليېټيف پالنه
  • د سرطاني درملنې شاوخوا اخلاقي پوښتنې
  • د عامه وگړو د څارنې هڅې يا
  • د سرطاني ناروغ د خپلوانو (په هغه سرطاني ناروغيو کې چې د وراثت پر بنسټ رامېنځ ته کېږي، لکه د تي سرطان)

پېژندنه

د سرطاني ناروغيو په پېژندنه کې تر ټولو اهم د ناروغ روغتيايي پېښليک: البته د روغتيايي شکايت څرنگوالی هر ډول نښې نښانې (ستړيا, وزن بايلنه, د وينې د کمښت ناڅرگنده سبب، په ناڅرگند سبب رامېنځ ته شوې تبه، نيوپلازم ته ورته علايم او نورې نښې). غالباً په يوې فيزيکي کتنې د يوه نيوپلازم ځای او سيمه رابرسېرېږي.

pFad - Phonifier reborn

Pfad - The Proxy pFad of © 2024 Garber Painting. All rights reserved.

Note: This service is not intended for secure transactions such as banking, social media, email, or purchasing. Use at your own risk. We assume no liability whatsoever for broken pages.


Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy