Jump to content

لاجورد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لاجورد
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
لاجورد

لاجورد يوه قيمتي ډبره ده چې د افغانستان سربېره په گڼ شمېر نورو هېوادونو کې هم موندل کېږي. دغه قيمتي ډبره د ښځو په گوتميو، بازوبندونو او نورو گاڼو او سينگاري څيزونو کې کارېږي. د دغې ډبرې د موښلو نه وروسته لاس ته راغلې خاوره د ودانيو په سينگار او نقاشۍ او حکاکۍ کې هم کارېږي.

په پخوانيو وختونو کې دغه قيمتي ډبره د بدخشان نه بابلستان ته او همدارنگه لوېديځو هېوادونو ته لکه يونان، روم، مصر او نورو ته وړل کېدله او ډېر شمېر پېرونکي يې لرل. داسې هم وييل کېږي چې د مصر په اهرامو کې کارېدلي لاجورد د بدخشان لاجورد دی او له دې پرته په روسيه کې د سانت پيټرزبورگ په ښار کې د کليسا د ښکلا لپاره هم د بدخشان د لاجوردو له ډبرو گټه اخيستل شوې. [۳] د لاجورد ډبره په افغانستان کې ډېر کانونه لري لکه د کُران و منجان کان، د حضرت سيد کان، د رباط سرسنگ کان، د چملک کان او د پسگران په دره کې د شوگه کان ډېر مشهوره کانونه دي. د دې برسېره د غزني په ولايت کې هم د لاجوردو کان شته چې په لويه کچه لاجورد پکې موندل کېږي. [۴]

سرچينې

  1. اثر ژبه: لاتيني ژبه.
  2. اثر ژبه: عربي ژبه.
  3. د افغانستان طبيعي زېرمې - افغانستان پېژندنه - ليکوال اورنگزېب ارشاد
  4. د افغانستان طبيعي زېرمې - افغانستان پېژندنه - ليکوال اورنگزېب ارشاد

pFad - Phonifier reborn

Pfad - The Proxy pFad of © 2024 Garber Painting. All rights reserved.

Note: This service is not intended for secure transactions such as banking, social media, email, or purchasing. Use at your own risk. We assume no liability whatsoever for broken pages.


Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy