ميري ميجلي
ميري ميجلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | لندن [۲] |
مړینه | 10 اکتوبر 2018 (99 کاله)[۳] |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | د ساینس فلسفه [۴]، اخلاق [۴]، تکامل |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
ميري بيټرييس ميجلي (۱۳ سپتمبر ۱۹۱۹ – ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۸ز کلونه) يوه بریتانوۍ فيلسوفه وه. په «نيو کاسل» پوهنتون کې د فلسفې مخکښه استاده وه، د ساينس، اخلاقو او څارويو د حقوقو په اړوند د خپل کار له امله يې شهرت موندلی. هغې خپل لومړی کتاب د «ځناور او انسان» (۱۹۷۸ ز کال ) په نامه هغه مهال وليکه، کله چې د عمر په پنځمه لسيزه کې وه او له دې وروسته يې د «څاروي او دوی ولې مهم دي» (۱۹۸۳ ز کال )، شرارت (۱۹۸۴ز کال)، اخلاقي پرايميټ (لومړني) (۱۹۹۴ز کال)، ارتقا د دين په توګه (۱۹۸۵ز کال) او ساينس د ژغورنې په توګه (۱۹۹۲ز کال) په ګډون له پنځلسو زيات نور آثار تصنيف کړل. «ډاروم» او «نيوکاسل» پوهنتونونو هغې ته افتخاري د دوکتورا سندونه ورکړي وو. د « The Owl of Minerva» په نوم د هغې ژوند ليک په ۲۰۰۵ز کال کې خپور شو.
ميجلي د «کمپالنې» او «علم پالنې» (reductionism او scientism دوه فلسفي مصطلحات دي، په لنډو ټکو د لومړۍ مطلب دی، د پېچلو ښکارندو اسانه کول او د دويم معنا ده چې هر ډول افکار او څرګندونې ساينسپوهانو ته منسوبول) سره سخت مخالفت درلود او د هرې هغې هڅې پر ضد يې استدلال کاوه چې غواړي ساينس د بشريت لپاره د ځای ناستي په توګه وټاکي. نوموړې په دې اړوند زياتې ليکنې وکړې چې هغې فکر کاوه ،فيلسوفان له طبيعيت څخه او په ځانګړي ډول له څارويو څخه څه زده کولای شي. د هغې په ډېرو کتابونو او مضامينو کې د «ريجچارډ ډويکين» د اندونو په ګډون، د هغو فلسفي اندونو په اړه بحث شوی چې په عامو علومو کې راڅرګنديږي. هغې د «ګايا فرضيې» د اخلاقي تفسير په پلوۍ هم ليکنې وکړې (ګايا هغه فرضيه او اټکل دی چې باور لري، ماده او ځمکه په شريکه د ژوند د دوام لپاره مادي شرايط برابروي). ګارډين ورځپاڼې هغه د يوې سختې مبارزې فلسفۍ او د بریتانيې د «ساينسي اټکلونو تر ټولو ستر رنځ» په توګه تعريف کړې ده.[۵]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ميجلي د «ليسلي» او «ټام سکرټن» کره په لندن کې زېږېدلې وه. د هغې پلار د مشهور قاضي «سر تاماس ايډوارډ سکرټن» زوی و، لومړی په «ډالويچ» کې د مذهبي ټولنې غړی او وروسته د کمبریج په کينګز کالج کې پادري شو. نوموړې په کامبريج، «ګرين فورډ» او «ايلينګ» کې ستره شوه او د «برکشاير»، کولډ اش په «ډاوني هاوس» ښوونځي کې يې زده کړې وکړې، دلته يې له کلاسيک او فلسفې سره مينه پيدا شوه:
يوه نوي پياوړي کلاسيک ښوونکي وړانديز وکړ چې زموږ له ډلې يو څو کسو ته يوناني تدريس کړي او په يو ډول زموږ په مهال وېش کې ځای پر ځای کړای شو. موږ له دې سره مينه لرله او د ليونتوب تر حده مو پرې کار وکړ، د کومې چې معنا یې دا وه چې په ټولو برخو د پام وړ هڅو کولو په مرسته، موږ ته دا شونې شوه چې د کلاسيک لپاره کالج ته ولاړ شو... ما پرېکړه کړې وه چې د انګليسي پر ځای به کلاسيک لولم – کوم چې زما لپاره لومړی انتخاب و – ځکه زما د انګليسي ښوونکې، نېکمرغه دې وي، دا روښانه کړې وه چې انګليسي ادبيات داسې یو څه دي چې ته يې په هر حالت کې لوستلی شې، نو غوره دا ده چې داسې یو څه ولولې، چې که اوس يې ونه لولې، نو بل وخت نه شې کولای. يو چا ماته دا هم ويلي و، که چېرې ته په اکسفورډ کې کلاسيک ووايې، نو ته فلسفه هم ويلای شې. زه په دې اړوند په ډېر کم څه پوهېدم، خو دا چې ما اپلاتون موندلی و، ما د هغه د ازمويلو سره مقاومت نه شو کولای.[۶]
هغې د ۱۹۳۷ز کال په مني کې د اکسفورډ د داخلې ازموينه ورکړه او په سامرويل کالج کې يې ځای وموند. د پوهنتون له پيل مخکې کال کې پرېکړه شوې وه چې هغه به د الماني ژبې زده کولو لپاره درې مياشتې په اېريش کې تېروي، خو د ناوړه سياسي حالاتو له امله يوه مياشت وروسته هغې هغه ځای پرېښود. په سامرويل کې هغې له «اريس مردوخ» سره يو ځای، د لومړي کال ازموينې ولوستې او په لومړۍ درجه شرف فارغه شوه.
په اکسفورډ کې د هغې ګڼې تلپاتې ملګرتياوې له ساينسپوهانو سره وې او هغې همدې ساينسپوهانو ته د دې امتیاز ورکاوه چې دا يې په يو شمېر ساينسي اصولو پوهه کړې وه. د شوروي اتحاد د کارونو له امله په اکسفورډ کې د «کارګر ټولنې» تر ماتېدو وروسته، هغه د «ټوني کراسليڼډ» او «رای جينکينز» تر څنګ د نوې جوړې شوې ډيموکراتيکې ولسپالې ټولنې د کمېټې غړې وه. هغه ليکي چې شونې ده په فلسفه کې د هغې کار له هغو ښځو څخه اغېزمن شوی وي چې د هغه مهال په بحثونو کې يې پیاوړی غږ درلود، ځکه د پوهنتون ډېريو نارينه محصلينو په دويمه نړيواله جګړه کې د ګډون لپاره پوهنتون خوشې کړی و: «د خپل ځان په اړه زه فکر کوم چې دې تجربې له دې حقيقت سره اړيکه درلوده چې اليزابت [انسکيمب] او ما او «اريس» [مورداخ] او فليپا فوټ او ميري وارنوک خپل نومونه په فلسفه کې ايستلي وو... زه فکر کوم چې په عادي حالاتو کې ډېرې ښې ښځینه مفکرينې ضايع شوې دي، ساده لامل يې يواځې دا دی چې د دوی غږ نه دی اورېدل شوی.[۷][۸]
مسلک
[سمول]ميجلي په ۱۹۴۲ز کال کې اکسفورډ خوشې کړ او ملکي خدمت ته يې مخه کړه، ځکه چې «جګړې د فارغو شويو د کار کولو حق ناشونی ګرځولی و». د دې پر ځای، «هغې پاتې جنګ په ډول ډول کارونو کې پر مخ يووړ، کوم چې د ملي اهميت لرونکي وو».[۹]
په دې موده کې هغې په «ډاون» ښوونځي او «بيډفورډ» ښوونځي کې هم د ښوونکې دنده پر مخ وړله. نوموړې په ۱۹۴۷ز کال کې اکسفورډ ته ستنه شوه، څو له «ګيلبريټ ميري» سره د فراغت کار پر مخ يوسي. هغې د روح په اړه د «پلوټين» د نظر په اړه پر څېړنه پيل وکړ، د کوم کار په اړوند چې هغې ويلي:«دومره لرغونی او دومره پراخه و چې ما هيڅکله ونه شول کولای، خپله رساله بشپړه کړم». په تېر کې ميجلي د خپل باور په اړه ليکلي:هغه «بختوره» ده چې د دوکتورا سند يې تر لاسه نه کړ. هغې استدلال کړی چې د دوکتورا په زده کړه کې يو ستر عيب دا دی چې «په داسې حال کې چې تاته دا ښيي چې له ستونزمنو استدلالونو سره څه ډول معامله وکړې»، په ورته وخت کې «له تا سره مرسته نه کوي چې په سترو پوښتنو وپوهېږې، کومې چې د دې سختو استدلالونو محتوا منځ ته راوړي– يعنې د شالید موضوعات، له کوم څخه چې کوچنۍ ستونزې سر راپورته کوي».
په ۱۹۴۹ز کال کې ميجلي «ريډينګ» پوهنتون ته ولاړه او دلته يې د فلسفې په ډيپارټمينټ کې د څلورو دورو لپاره استادي وکړه. په ۱۹۵۰ز کال کې هغې له «ګيوفري ميجلي» (مړ په ۱۹۹۷ز کې) سره واده وکړ چې هغه هم يو فيلسوف و. دوی نيوکاسل ته ولاړل، چېرې چې د هغې مېړه د نيوکاسل پوهنتون د فلسفې په ډيپارټمنټ کې دنده تر لاسه کړې وه. ميجلي د څو کلونو لپاره استادي خوشې کړه، دا هغه مهال و چې درې زامن يې درلودل (ټام، ډايويډ او مارټين)، له دې وروسته يې په نيوکاسل کې د فلسفې په ډيپارټمينټ کې دنده تر لاسه کړه، چېرې چې د هغې مېړه هم کار کاوه او دواړه ډېر خوښ کارکوونکي و. ميجلي په دې ځای کې د ۱۹۶۲ او ۱۹۸۰ز کلونو تر منځ تدريس وکړ. په نيوکاسل کې هغې د اخلاقياتو په مطالعه پيل وکړ او د همدې په پايله کې يې لومړی کتاب «ځناور او انسان» (۱۹۷۸) ولیکه، د هغې په نهه پنځوس کلنۍ کې خپور شو. «تر پنځوس کلنۍ مې هېڅ کتاب ونه لیکه او زه ډېره خوشحاله يم، ځکه زه نه پوهېدم چې له هغې مخکې مې څه فکر کاوه».[۱۰][۱۱][۱۲]
جايزې
[سمول]ميجلي ته په ۱۹۹۵ز کال کې د «ډرام» پوهنتون له خوا په ادب کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوه، همدا راز په ۲۰۰۸ز کال کې نيوکاسل پوهنتون په مدني قانون کې د ډاکټرۍ افتخاري دوکتورا ورکړه. هغه په نيوکاسل پوهنتون کې د تګلارې، اخلاقياتو او ژوند علومو د تحقيقاتي مرکز افتخاري همکاره وه. په ۲۰۱۱ز کال کې هغه د «فلاسفي ناو» جايزې لومړۍ ښځينه ګټونکې وه، دا جايزه هغې ته د «حماقت په وړاندې مبارزې» په برخه کې د خپلې ونډې له امله ورکړل شوې وه.[۱۳][۱۴][۱۵]
مړينه
[سمول]ميجلي د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر په لسمه نېټه، د نهه نوي کلنۍ په عمر په «جيسمونډ» کې مړه شوه.[۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/130646105 — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 130646105 — د نشر نېټه: ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://www.theguardian.com/education/2018/oct/12/mary-midgley-obituary — د نشر نېټه: ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2007419114 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Brown, Andrew (13 January 2001). "Mary, Mary, quite contrary". The Guardian.
- ↑ Midgley, Mary (2005). The Owl of Minerva. Routledge. p. 62. ISBN 0-415-36788-3.
- ↑ Midgley, Mary (2005). The Owl of Minerva. Routledge. pp. 93–94. ISBN 0-415-36788-3.
- ↑ Midgley, Mary (2005). The Owl of Minerva. Routledge. p. 123. ISBN 0-415-36788-3.
- ↑ Midgley, Mary (3 October 2005). "Proud not to be a doctor". The Guardian. نه اخيستل شوی 24 March 2014.
- ↑ "Obituary: Geoffrey Midgley".
- ↑ Anthony, Andrew (23 March 2014). "Mary Midgley: a late stand for a philosopher with soul". The Observer. نه اخيستل شوی 24 March 2014.
- ↑ "Honorary Fellow – Mary Midgley". Archived from the original on 24 March 2014. نه اخيستل شوی 24 March 2014.
- ↑ "Honorary Degrees – Durham University". نه اخيستل شوی 27 March 2014.
- ↑ "Philosophy Now Award". نه اخيستل شوی 2 January 2019.
- ↑ "Honorary Fellow – Mary Midgley". Archived from the original on 24 March 2014. نه اخيستل شوی 24 March 2014.
- ↑ "Mary Midgley, 99, Moral Philosopher for the General Reader, Is Dead".
- ↑ Heal, Jane (12 October 2018). "Mary Midgley obituary". The Guardian.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 2018ز مړينې
- 10 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227