Jump to content

واشنګټن ډي سي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
واشنګټن ډي سي
Washington, District of Columbia (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
پلازمېنه د
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۶۸۹٬۵۴۵[۴] — ۸٬۱۴۴ — ۱۵٬۴۷۱ — ۲۳٬۳۳۶ — ۳۰٬۲۶۱ — ۳۳٬۷۴۵ — ۵۱٬۶۸۷ — ۷۵٬۰۸۰ — ۱۳۱٬۷۰۰ — ۱۷۷٬۶۲۴ — ۲۳۰٬۳۹۲ — ۲۷۸٬۷۱۸ — ۳۲۱٬۰۰۰ — ۳۳۱٬۰۶۹[۵] — ۴۱۸٬۰۰۰ — ۴۳۷٬۵۷۱[۵] — ۴۸۶٬۸۶۹[۵][۶] — ۶۶۳٬۰۹۱[۵][۷] — ۸۰۲٬۱۷۸[۵] — ۷۶۳٬۹۵۶[۵] — ۷۵۶٬۵۱۰[۵] — ۶۳۸٬۳۳۳[۵] — ۶۰۶٬۹۰۰[۵] — ۵۷۲٬۰۵۹[۵] — ۶۰۱٬۷۲۳[۴][۸] — ۶۰۵٬۱۲۵[۹] — ۶۱۹٬۶۲۴[۹] — ۶۳۳٬۴۲۷[۹] — ۶۴۶٬۴۴۹[۹] — ۶۵۸٬۸۹۳[۱۰] — ۶۷۲٬۲۲۸[۱۱] — ۷۰۵٬۷۴۹[۱۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
کورونو شمېر
۲۸۸٬۳۰۷[۱۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وګړنوم
  لړۍ...
Washingtonian[۱۴]VaŝingtonanoWashingtonerWashingtonerinWashingtonerinnenwashingtoniano[۱۵]Washingtonien[۱۶]Washingtonienne[۱۶]WashingtonnerWashingtonseWashingtončanWashingtončanka ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۷۷ كيلومتر مربع
۲۵۹ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
تاسیسات
وېب‌پاڼه
dc.gov (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
20001–20098 — 20201–20599 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۸°۵۳′۴۲″شمال ۷۷°۰۲′۱۲″لويديځ / 38.895°شمال 77.0367°لويديځ / 38.895; -77.0367 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
واشنگټن ډي سي

واشنګټن ډي سي چې پخوانی نوم يې د کلمبیا سیمه (District of Columbia) و اوس تش واشنګټن یا یواځې ډي سي هم ورته وايي، د امریکا متحده آیالتونو پلازمېنه ده. دا ښار د پوتوماک سیند پر ختیځه تړانګه موقعیت لري چې د ویرجینا آیالت سره په سوېل لویدیځ او سوېل برخه کې پوله جوړوي، او پاتې برخې یې د مریلنډ ایالت سره سرحد لري. پر دې ښار يې د امریکا د لومړني ولسمشر او بنسټګر جورج واشنګټن نوم اېښی دی، او فډرال سیمې ته ځکه کلمبیا وايي چې دا د دې هېواد د ښځینه تجسم نوم دی. د امریکا د فډرال حکومت او ګڼو نړیوالو سازمانونو د مرکز په توګه، دا ښار د نړۍ یو مهم سیاسي پایتخت دی. د امریکا د ښارونو ترمنځ دا ښار هم ډېر سیلانیان لري، او یواځې په ۲۰۱۶م کال کې ۲۰ میلیونو خلکو لیدنه ورڅخه کړې ده. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ دا فډرال سیمه د کانګرس د ځانګړي واک لاندې ده، نو ځکه دا سیمه نه د کوم ایالت برخه ده (او نه هم پخپله کوم ایالت دی). د ۱۷۹۰م کال د جولای په ۱۶مه نېټه د استوګنې قانون (Residence Act) لاسلیک شو چې له مخې يې د هېواد د ختیځ ساحل سره نږدې د پوټوماک سیند پر غاړه د هېواد پلازمېنه جوړېږي. په ۱۷۹۱م کال د ملي پلازمېنې په توګه د واشنګټن ښار بنسټ کېښودل شو، او کانګرس خپله لومړنۍ غونډه هلته په ۱۸۰۰م کال کې ترسره کړه. په ۱۸۰۱ کال کې، دا سیمه، چې وړاندې د مریلنډ او ویرجنیا برخه وه (په ګډون د جورج ټاون او الکساندریا د ورسپارلو)، د فډرال سیمه په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. په ۱۸۴۶م کال کې، کانګرس د ویرجنیا ایالت د الکساندریا برخه بېرته ورکړه؛ په ۱۸۷۱م کال کې، کانګرس د سیمې د پاتې برخه لپاره یو واحده ښاري اداره رامنځته کړه. د ۱۸۸۰یمو کلونو څخه راپدېخوا په ایالت د دې ښار د بدلولو لپاره هڅې روانې وې چې په وروستیو کې هم دې خوځښت ډېر پرمختګ درلود او  په کال ۲۰۲۱ کې د استازو جرګې داسې لایحه تصویب کړه چې له مخې يې دا ښار د یوه ایالت حیثیت غوره کوي.  [۲۹]

دا ښار په مربع ګانو وېشل شوی چې د کانګرس ودانۍ يې په منځ کې پرته ده او ۱۳۱ سیمې لري. د ۲۰۰۰م کال د سرشمېرنو له مخې، د دې ښار نفوس ۶۸۹۵۴۵ تنه و چې د امریکا شلم ګڼمېشتی ښار دی او د ویومېنګ او وېرمونټ په نامه د امریکا د ددو ایالتونو د ګډ نفوس څخه ډېر خلک پکې اوسېږي. د مریلنډ او ویرجنیا د اطرافو څخه واشنګټن ته د تلونکو راتلونکو خلکو نفوس چې ورډېر کړې، نو په واشنګټن کې د کاري ورځو پر مهال نفوس له یو میلیون څخه اوړي. واشنګټن (د مریلنډ، ویرجنیا او لوېديځې ویرجنیا د ځينو برخو په شمول) د امریکا شپږمه ستره مرکزي سیمه ده چې د ۲۰۱۹ کال د اټکل له مخې ۶,۳ میلیونه وګړي پکې اوسېږي. [۳۰][۳۱][۳۲]

د امریکا د فدرال حکومن درې قوې د دې سیمې په مرکز کې پرتې دي: کانګرس (مقننه)، ولسمشر (اجرایه) او ستره محکمه (قضایه). واشنګتن د ګڼو ملي یادڅلو او موزیمونو کوربه دی چې ډېری يې د نېنشل مال په شاوخوا سیمه کې موقعیت لري. پدې ښار کې ۱۱۷ بهرني سفارتونه او د ډېرو نړیوالو سازمانونو، سوداګریزو اتحادیو، غیرانتفاعي سازمانونو، لابي ډلو او د مسلکي انجمونو مرکزي دفترونو دی، لکه د نړیوال بانګ ګروپ، د پیسو نړیوال صندوق، د امریکايي ایالتونو سازمان، د امریکا د تقاعد شویو وګړو اتحادیه، نېشنل جیوګرافیک ټولنه، د بشري حقونو کمپاین، مالي نړیوال شرکت او د امریکا سور صلیب.

له ۱۹۷۳م کال راهیسې دا سیمه د یوه منتخب ښاروال او د شورا د ۱۳ غړو لخوا اداره کېږي. کانګرس د ښار عام و تام صلاحیت لري او کولای شي ځايي قوانین له منځه یوسي. د ډي سي اوسېدونکي د استازو جرګې ته یو پلاوی هم ټاکي خو په سنا کې د دې سیمې استازی نشته. د دې سیمې رایه ورکوونکي د امریکا د اساسي قانون د درویشتم تعدیل سره سم چې په کال ۱۹۶۱ کې قانوني شو، د ولسمشرۍ د ټاکوونکو شورا درې غړي غوره کوي.

تاریخ

کله د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې اروپایانو له دې سیمې څخه لیدنه کوله نو دلته د پوټوماک سیند پر غاړه ځمکو کې د الګونکویان ژبې د پیسکاتاوې خلکو (چې کونوی هم ورته وایي) ګڼې قبیلې اوسېدلې. د ناکوتکتانک په نامه یوه ډله (یا لکه چې کاتولیک مبلغین يې ناکوستاینز بولي) په ننۍ کلمبیا سیمه کې د اناکوستیا سیند شاوخوا اوسېدله. د اروپايي استعمارګرانو او ګاونډیو قبیلو تر منځ شخړو د پیسکاتاوې خلک کډه کولو ته مجبور کړل چې ځینې يې په ۱۶۹۹ کال کې د مریلنډ له پاینټ آف راکس سره نږدې مېشته شول. [۳۳]

د هغه په ۴۳م فډرالیست کې چې په جنوری ۲۳، ۱۷۸۸ نېټه خپور شو، جېمز مډېسن استدلال کوي چې فډرال حکومت د خپل ځان ساتلو او خوندیتابه لپاره د پلازمېنې مسولې ادارې ته اړتیا لري. پنځه کاله وړاندې، د هغو سرتېرو یوه باڼد چې معاشونه يې نه وو اخیستی، د کانګرس ودانۍ محاصره کړه، پداسې حال کې چې نورو غړو يې په فلادلفیا کې غونډه درلوده. د ۱۸۷۳م کال د پنسلوانیا دا سرپورته کولو پېښه د دې لامل شوه چې ملي حکومت باید د خپل امنیت په پار پر هېڅ ایالت تکیه ونه کړي. [۳۴][۳۵]

د اساسي قانون د لومړۍ مادې اتمه فقره د سیمې ادارې ته (چې ټوله ۱۰ میله مربع نه کېږي) دا اجازه ورکوي چې د مشخصو ایالتونو لخوا د ځمکو سپارلو او د کانګرس لخوا د منلو په صورت کې، دا سیمه د امریکا د حکومت مرکز جوړېږي. له دې سره سره، اساسي قانون د پلازمېنې د جوړېدو ځای مشخص کړی نه دی. د ۱۷۹۰م کال په پخلاینه کې، مډېسن، الکسانډر همېلټن او توماس جیفرسن هوکړه وکړه چې فډرال حکومت به د انقلابي جګړو څخه پاتې شوي پورونه پرې کوي خو په بدل کې به يې په جنوبي امریکا ایالتونو کې یوه نوې ملي پلازمېنه جوړوي.[۳۶][۳۷]

بنسټ

په جولای ۹، ۱۷۹۰ نېټه، کانګرس د اوسېدو قانون تصویب کړ چې له مخې يې په پوټوماک سیند د ملي پلازمېنې جوړول ومنل شول. د پلازمېنې کره ځای د ولسمشر جورج واشنګټن لخوا ټاکل کېده ځکه همدا دغه لایحه د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه لاسلیک کړه او په قانون بدله شوه. د مریلنډ او ویرجنیا ایالتونو لخوا په هبه شوې ځمکه کې فډرال سیمه په مربع بڼه جوړه شوه چې هر لوري يې ۱۰ میله (۱۶ کیلومټره) اندازه درلوده او په ټوله کې ۱۰۰ میله مربع کېدله. [۳۸]

په دې قلمرو کې له وړاندې شته دوه استوګن ځایونه شامل شول: د ماریلنډد د جورج ټاون بندر چې په ۱۷۵۱م کال کې جوړ شو او د ویرجنیا د الکساندریې بندري ښار چې په ۱۷۴۹م کال کې جوړ شو. د ۱۷۹۱ او ۱۷۹۲ په بهیر کې، د انډریو ایلیکاټ په مشرۍ یو ټیم چې د الېکاټ د وروڼو جوزیف او بنجامین او افریقايي-امریکايي ستورپېژندونکي بنجامین بنېکېر پکې و، د دې فډرال سیمې د پولو سروې وکړه او په هر میل کې سرحدي ډبرې کېښودې. اوس هم ډېری هغه ډبرې شتون لري. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

دا نوی فډرال ښار د جورج ټاون ختیځ لوري ته د پوټوماک پر شمالي تړانګه جوړ شو. د ۱۷۹۱م کال د سپټمبر په نهمه نېټه، درېیو کمېشرانو د هغې پلازمېنې د جوړولو څخه څارنه کوله چې نوم يې د ولسمشر واشنګټن په درناوی، د واشنګټن ښار اېښودل شوی و. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې

  1. سرچينې تړی: http://www.americaslibrary.gov/jb/nation/jb_nation_capital_1.html. اثر ژبه: انګليسي ژبه. Retrieved: ۱ جون ۲۰۲۱.
  2. ذکر کېدنه: JSTOR. JSTOR article ID: 40066723. Page(s): 6. اثر ژبه: انګليسي ژبه. Retrieved: ۱ جون ۲۰۲۱.
  3. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4064682-8. اثر ژبه: جرمني ژبه. Retrieved: ۱ جون ۲۰۲۱. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "QuickFacts: Washington city, District of Columbia". United States Census Bureau. Archived from the original on 22 اپرېل 2022. Retrieved 22 اپرېل 2022.
  5. ۵٫۰۰ ۵٫۰۱ ۵٫۰۲ ۵٫۰۳ ۵٫۰۴ ۵٫۰۵ ۵٫۰۶ ۵٫۰۷ ۵٫۰۸ ۵٫۰۹ سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20111028064539/http://2010.census.gov/2010census/data/apportionment-pop-text.php.
  6. "Geographic Names Information System" (په انګليسي ژبه). Retrieved 2 اپرېل 2020.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. "Geographic Names Information System" (په انګليسي ژبه). Retrieved 2 اپرېل 2020.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  8. "2010 United States Census". Retrieved 10 مې 2022.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ سرچينې تړی: http://www.census.gov/popest/data/counties/totals/2013/files/CO-EST2013-Alldata.csv. ليکوال: United States Census Bureau.
  10. سرچينې تړی: http://www.census.gov/popest/data/cities/totals/2014/SUB-EST2014.html. ليکوال: United States Census Bureau.
  11. "Population Estimates Program".
  12. سرچينې تړی: https://dc.gov/release/new-population-new-year-new-housing.
  13. "2016–2020 American Community Survey". ۱۷ مارچ ۲۰۲۲. Retrieved 5 مې 2022.
  14. ذکر کېدنه: Library of Congress Demographic Group Terms. Library of Congress Demographic Group Terms ID: dg2015060135. Retrieved: ۲ اکتوبر ۲۰۲۱. ليکوال: کانګرس کتابتون. Publisher: کانګرس کتابتون.
  15. Royal Spanish Academy. "DLE online dictionary" (په اسپانيايي ژبه). Retrieved 22 اپرېل 2022.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  17. سرچينې تړی: http://www.americaslibrary.gov/jb/nation/jb_nation_capital_1.html. Retrieved: ۸ سپټمبر ۲۰۱۸.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ سرچينې تړی: https://www.teamlaw.org/DCOA-1871.pdf. Retrieved: ۸ سپټمبر ۲۰۱۸.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ "Internet Archive" (په انګليسي ژبه). Retrieved 8 سپټمبر 2018.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  20. ArchINFORM location ID: 2020. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  21. ۲۱٫۰۰ ۲۱٫۰۱ ۲۱٫۰۲ ۲۱٫۰۳ ۲۱٫۰۴ ۲۱٫۰۵ ۲۱٫۰۶ ۲۱٫۰۷ ۲۱٫۰۸ ۲۱٫۰۹ ۲۱٫۱۰ ۲۱٫۱۱ ۲۱٫۱۲ ۲۱٫۱۳ ۲۱٫۱۴ ۲۱٫۱۵ ۲۱٫۱۶ "Mayor Bowser Orders Citywide Curfew Beginning at 6PM Today".
  22. ۲۲٫۰۰ ۲۲٫۰۱ ۲۲٫۰۲ ۲۲٫۰۳ ۲۲٫۰۴ ۲۲٫۰۵ ۲۲٫۰۶ ۲۲٫۰۷ ۲۲٫۰۸ ۲۲٫۰۹ ۲۲٫۱۰ ۲۲٫۱۱ ۲۲٫۱۲ ۲۲٫۱۳ ۲۲٫۱۴ ۲۲٫۱۵ ۲۲٫۱۶ "Mayor Bowser Issues Mayor's Order Extending Today's Public Emergency for 15 Days" (PDF). Government of the District of Columbia. ۶ جنوري ۲۰۲۱.
  23. سرچينې تړی: https://datausa.io/profile/geo/washington-arlington-alexandria-dc-va-md-wv-metro-area/#intro. Retrieved: ۲۳ جنوري ۲۰۱۹.
  24. "Introduction: Where Oh Where Should the Capital Be?". WHHA (په انګليسي). Archived from the original on July 4, 2017. Retrieved February 24, 2018.
  25. "Washington, D.C. History F.A.Q." The Historical Society of Washington, D.C. (په انګليسي). May 27, 2014. Archived from the original on September 10, 2017. Retrieved March 7, 2018.
  26. Broder, David S. (February 18, 1990). "Nation's Capital in Eclipse as Pride and Power Slip Away". The Washington Post. Archived from the original on August 10, 2015. Retrieved October 18, 2010. In the days of the Truman Doctrine, the Marshall Plan and the creation of NATO, [Clark Clifford] said, we saved the world, and Washington became the capital of the world.
  27. "The 10 most-visited cities in the US this year". Insider. Archived from the original on March 7, 2018. Retrieved March 6, 2018.
  28. Cooper, Rebecca (May 9, 2017). "D.C. breaks another domestic tourism record". www.bizjournals.com. Washington Business Journal. Archived from the original on June 16, 2017. Retrieved February 24, 2018.
  29. (په 2021-04-22 باندې). House Approves D.C. Statehood, but Senate Obstacles Remain. The New York Times.
  30. "Washington-Arlington-Alexandria, DC-VA-MD-WV". U.S. Census Bureau. U.S. Department of Commerce. Archived from the original on April 19, 2012. Retrieved April 12, 2017.
  31. Journal, Matt Vasilogambros, National (2013-12-30). "D.C. Has More People Than Wyoming and Vermont, Still Not a State". The Atlantic (په انګليسي). Archived from the original on January 18, 2021. Retrieved 2020-11-23.
  32. "Metropolitan and Micropolitan Statistical Areas Population Totals and Components of Change: 2010–2019". United States Census Bureau, Population Division. April 2019. Archived from the original on June 16, 2020. Retrieved April 18, 2020.
  33. Humphrey, Robert Lee; Chambers, Mary Elizabeth (1977). Ancient Washington: American Indian Cultures of the Potomac Valley. George Washington University. ISBN 9781888028041. Archived from the original on January 26, 2021. Retrieved March 6, 2018.
  34. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). "IV. Washington Becomes The Capital". Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. p. 66. Archived from the original on November 18, 2016. Retrieved June 16, 2015.
  35. Madison, James. "The Federalist No. 43". The Independent Journal. Library of Congress. Archived from the original on August 23, 2011. Retrieved September 5, 2011.
  36. "Constitution of the United States". National Archives and Records Administration. Archived from the original on August 23, 2011. Retrieved July 22, 2008.
  37. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. p. 124.
  38. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. pp. 89–92.
  39. "Georgetown Historic District". National Park Service. Archived from the original on July 2, 2008. Retrieved July 5, 2008.
  40. "Alexandria's History". Alexandria Historical Society. Archived from the original on April 4, 2009. Retrieved April 4, 2009.
  41. Bordewich, Fergus M. (2008). Washington: the making of the American capital. HarperCollins. pp. 76–80. ISBN 978-0-06-084238-3. Archived from the original on September 5, 2015. Retrieved June 16, 2015.
  42. "Boundary Stones of the District of Columbia". BoundaryStones.org. Archived from the original on December 27, 2014. Retrieved May 27, 2008.
  43. "The Senate Moves to Washington". United States Senate. February 14, 2006. Archived from the original on July 5, 2017. Retrieved July 11, 2008.
  44. Tom (July 24, 2013). "Why Is Washington, D.C. Called the District of Columbia?". Ghosts of DC (په انګليسي). Archived from the original on February 20, 2019. Retrieved February 20, 2019.
  45. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. p. 101. Archived from the original on January 26, 2021. Retrieved June 1, 2011.
  46. "Get to Know D.C." Historical Society of Washington, D.C. Archived from the original on September 18, 2010. Retrieved July 11, 2011.
pFad - Phonifier reborn

Pfad - The Proxy pFad of © 2024 Garber Painting. All rights reserved.

Note: This service is not intended for secure transactions such as banking, social media, email, or purchasing. Use at your own risk. We assume no liability whatsoever for broken pages.


Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy