Jump to content

پولي سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پولي سیاست یا د پيسو سیاست انګليسي ژبه: Monetary Policy‎ هغه سياست دى، چې د مرکزي بانک له خوا د پيسو د وړاندې كولو د كنټرول او د اقتصادي عمومي سياست د اصيل موخو د ترلاسه كولو لپاره كارول كېږي.

په بله وينا: پولي سیاست د هغو تدبريونو او تصميمونو له ټولگې څخه عبارت دى، چې د ټاكلو اقتصادي موخو، په ځانگړې توگه د ثبات د ټينگښت، استقرار او پولي ارزښت په موخه نيول کيږي.

د پیسو سیاست په هکله داسی هم ویلۍ شو چې گوندې د پیسو سیاست له هغه مالي فعالیتونو څخه عبارت ده کوم چې د یو هیواد د مرکزي بانک لخوا اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو گټه او داسې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختگ وکړي، د اسعارو د تبادلې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د یو هیواد په ثابته توگه وکاروي. د پیسو سیاست ډېرې موخې لري خورا مهمې دوه یې دا دي: لومړئ اصلي موخه د پیسو د سیاست داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره افغانۍ خپل مالي بازار ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د سیاست داده چې په یو هیواد کې د هر ډول توکو نرخ ثابت وساتي تر څو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغورل شی.[۱]

د پولي سیاست موخې

[سمول]

د پولي سیاست اصلي او معمولي موخې په لاندې ډول دي:

  1. بشپړ استخدام.
  2. د بيو ثبات.
  3. اقتصادي وده او پرمختگ.
  4. د تادياتو بيلانس.
  5. د پيسو عرضه كول.
  6. د كرېډېټونو يا اعتبارونو او ټكټانې نرخ برابرول.

د پولي سیاست عاملين

[سمول]

بانکی سيستم له درې ډوله بانكونو څخه جوړ دى، چې په لاندې ډول دي:

په اوس وخت كې مركزي بانك د هر خپلواك او مقتدر هيواد لپاره د يوې مهمې مالي موسسې رول لري، ځكه دا موسسه د دولت د اقتصادي سياستونو په بشپړتيا، په ځانگړې توگه د پولي او مالی سياستونو په چوكاټ كې مهم رول لوبوي او كړنې يې د دولت د سمو اقتصادي او مالي فعاليتونو لپاره اړينې دي او د هيواد د پولي چارو مديريت پر غاړه لري.

نور ولولئ

[سمول]

سرچینې

[سمول]
pFad - Phonifier reborn

Pfad - The Proxy pFad of © 2024 Garber Painting. All rights reserved.

Note: This service is not intended for secure transactions such as banking, social media, email, or purchasing. Use at your own risk. We assume no liability whatsoever for broken pages.


Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy