Jump to content

پېښور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پېښور
پشاور (اوردو)
پشور (پنجابي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۱٬۹۷۰٬۰۴۲[۱] — ۹۸۲٬۸۱۶ — ۱۷۳٬۰۰۰[۲] — ۱۵۲٬۰۰۰[۲] — ۲۱۸٬۰۰۰[۲] — ۲۷۳٬۰۰۰[۲] — ۵۶۶٬۰۰۰[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وګړنوم
PeshawariPeŝavarano — پېښوريان ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
پېښور ولسوالۍ (۱۸۴۹ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۲۵۷ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
پوسټ‌کوډ
25000 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۴°۰۰′۵۲″شمال ۷۱°۳۴′۰۳″ختیځ / 34.0144°شمال 71.5675°ختيځ / 34.0144; 71.5675 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پېښور یا پېخور (اردو: پشاور؛ هندکو: پشور) د خېبر پښتونخوا ایالت اوسنۍ او د معاصر افغانستان پخوانۍ پلازمېنه، ستر ښار او د قبايلي سيمو د فېډرالي نظام مرکز ګڼل کیږي. د کوشانيانو پاچا کنېشکا په ۲ مه ميلادي پېړۍ کې د پوشکالاوتي Pushkalavati (اوسنۍ چارسده) نه پوروشاپوره (اوسيني پېښور) ته خپله پلازمېنه ولېږدوله. د پېښور اوسنی نوم هم د سانسيکرت ژبي د پوروشاپوره (چي مانا يې "د سړو ښار" دی) څخه اخیستل سوی دی.

پیښور د خپل لرغونتوب له کبله د پخوانۍ ګندهارا او بودیزم مرکز ګڼل کیږي. دغه ښار د لرغوني اریانا ( اوسني افغانستان ) له جغرافيې سره تړلې هغه سیمه وه چي د تجارتي، اقتصادي او سیاسي موخو لپاره په ستره کچه ترې ګټه اخیستل کېده. د کوشان واکمنۍ پخواني پاچا په لمړۍ زیږدیزه پېړۍ کي پېښور د خپلي پلازمیني په توګه کارول او دغه ځای تر پنځمي زیږدیزي پېړۍ پوري د بودایي راهبانو یو ستر مرکز وو. په 988 زیږدیز کال کي پېښور د اسلامي لښکر له لوري فتحه او خلکو یې اسلام له دین سره اشنا سول. تر اسلامي فتحه وروسته یادي سیمي د بېلابیلو واکمنیو په سیاسي اړ و دوړ کي مهم رول ولوباوه، او ددې ځای افغان قومونه د ختیځو او لویدیځږ واکمنیو ترمنځ د سپر په توګه کارېدل. په هند کي د مغولي دولت پر مهال د پېښور خلکو د پښتونخواه د نورو قبایلو ترڅنګ د خپلواکۍ په مبارزه باندي لاس پوري کړ او لسګونه کلونه یې له مغولو سره په جګړو او نښتو کي تېر کړه، څو چي په افغانستان کي د هوتکیانو او بیا ابدالیانو واکمني منځ ته راغله او د هیواد دغه ستراتیژیکه سیمه یې بیرته د پخوا په ډول پخپل ځان پسي ونښلول.

تر احمد شاه بابا وروسته پېښور د افغانستان د ژمنۍ پلازمیني په توګه کارېدی او ترهغه وخته یې یاده چاره سرته رسول، څو چي د انګرېزانو له لوري په 1849 کال کي اشغال او لاندي سو. انګرېزانو ددې ځای تر نیولو وروسته خپل نفوذ د افغانستان په لوري پراخه کړ او افغانان یې بیا هیڅکله پرېنښودل چي پېښور بیا ځلي خپل کړي. د 19 پېړۍ په وروستیو کي کله چي انګرېزانو پر افغانستان باندي د ډیورنډ نامنلې کرښه په زوره وتپل پېښور هم ددې ناولي تړون یوه برخه وګرځېدی او بریتانیا تر 1947 کال پوري په لاس کي اخیستی وو. تر 1947 کال وروسته پېښور د انګرېزانو له لوري په غیر قانوني او ظالمانه توګه نوي جوړي سوي مستعمرې پاکستان ته وسپارل سو، او د افغانانو له سختو نیوکو سره سره د نوي پاکستان برخه وګرځېدل. پاکستان ددې ځای په اشغال سره نه یوازي د افغانستان قانوني حق لاندي کړ، بلکي په 1979 کال کي د روسانو تر یرغل وروسته دا ځای د افغانستان پر وړاندي د دسیسو لوی مرکز وګرځېدی او د افغان مجاهدینو ترڅنګ د پاکستان، سعودي عربستان، امریکا متحده ایالاتو، غربي هیوادونو او چین استخباراتو پکښي خپلي سیاسي او فوځي موخي سرته رسولې. د 90 لسیزي په وروستیو کي پاکستان داځل د مجاهدینو پر ځای د طالبانو مرسته پیل کړه او پېښور یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په وړاندي د یوې سیاسي او استخباراتي موخي لپاره پرله پسې استعمال کړ. د افغانانو د لسګونو کلونو مبارزې سره سره اوس هم نړیوال دې ته نه دي چمتو سوي ترڅو پېښور او ډیورنډ کرښه بیرته افغانستان ته وسپاري او دغه سیمه لاهم د پاکستان په لاس کي ده.

تاریخ

جغرافیه

کلتور

ژبه

څرنګه چي پېښور له آره د اریایانو په پښتني ټبر پوړي لري، پر همدې اساس یې رسمي ژبه پښتو او اکثریت یې پښتانه دي.

سرچينې

  1. سرچينې تړی: https://www.samaa.tv/news/2017/08/pakistans-10-populous-cities-revealed/.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ سرچينې تړی: http://www.pbs.gov.pk/sites/default/files/other/pocket_book2006/2.pdf.
pFad - Phonifier reborn

Pfad - The Proxy pFad of © 2024 Garber Painting. All rights reserved.

Note: This service is not intended for secure transactions such as banking, social media, email, or purchasing. Use at your own risk. We assume no liability whatsoever for broken pages.


Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy